په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۱۳۳۸۴۶۸۵ ته رسېدلی
CMG2022/05/06 10:31:43
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د مې په ۵مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۵مې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۳۷ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۵۲۷۳۸۰ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۱۳۳۸۴۶۸۵ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۳۱۵۱ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶۲۴۶۸۲۸ ته رسېدلی دی.