په اسرائیل کې یوه برید ۷ تنو ته مرګژوبله اړولې
CMG2022/05/06 11:29:57
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائیل پولیسو د مې په ۵مه نېټه ويلي، چې دوو بریدګرو په همدې شپه د العاد ښار په مرکزي پارک کې پر خلکو په برچو او تبرو حملې کړي، چې له امله يې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان  دي.

د مالوماتو له مخې، د پېښې ټپيان روغتون ته ليږل شوي او تر دې دمه بريدګر نه دي پيژندل شوي.

 تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. (هیله)