د جرمني او اوکراين ولسمشرانو ټليفوني خبرې کړي
CMG2022/05/06 11:15:35
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني ولسمشر فرانک والتر شتاينماير د مې په پنځمه نېټه له خپل اوکرایني سیال ولاديمير زېلېنسکي سره ټلېفوني خبرې کړې دي.

 د جرمني ولسمشرۍ دفتر د مې په پنځمه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې دواړو ولسمشرانو دغه ټليفوني خبرې اغيزمنې بللي او وپتيلې يې ده، چې تماسونو او خبرو ته به دوام ورکړي.

د جرمني رسنيو د ولسمشرۍ دفتر د سرچینې په قول خبر ورکړی، چې ولاديمير زیلینسکي د جرمني ولسمشر شتاينمايز او د دغه هيواد صدراعظم ولاف سچولز ته بلنه ورکړې، چې د اوکراين پلازمينې کیف ته سفر وکړي.

شتاینمایر د روان کال په اپرېل کې پلان درلود، چې له نورو اروپايي مشرانو سره په ګډه له اوکراین څخه ليدنه وکړي، خو هغه پخوا د روسيې په انډي کې کاڼي اچول او پلوي يې کوله، نو اوکراين هم همغه مهال د ده سفر رد کړ.

(خبرياله: شکريه)