بېجينګ: د چين اقتصاد د نړۍ اقتصاد تل په خوځښت راوستلی
CMG2022/05/06 11:14:10
شريکول:

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مې په پنځمه نېټه په يوې نوبتي خبري غونډې کې وويل، چې د چين اقتصاد د زياتو ناثابتو او ناڅرګندو حالاتو سره سره د نړۍ اقتصاد تل پر خوځښت راوستلی دی.

 د معلوماتو له مخې، نړیوال پولي صندوق په دې وروستیو کې د نړیوالې اقتصادي ودې وړاندوینه ۳.۶ سلنې ته راټیټه کړې ده.

جاو لي جيان په خپلو خبرو کې په اشارې وويل، چې د ۲۰۲۲م کال د لومړۍ ربعې له اقتصادي شمېرو څخه څرګندېږي، چې د چين اقتصاد د بيا سمسورتيا او پرمختګ په حال کې دی، صادرات، واردات او بهرنۍ پانګونې يې په مسلسل ډول زياتې شوي او خپله ځواکمنتيا يې ښودلې ده.

نوموړي وويل، چې چين به له ټولو خواوو سره د نړیوال صنعتي ځنځير د ثبات، د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا او د نړيوالې ودې د باور د پياوړتيا لپاره مثبت خدمتونه وکړي. (خبرياله: شکريه)