د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مې په ۵ مه نېته په يوه خبري ناسته کې وويل، چې کريملين او کيف دواړو د اوکراين مسئلې په اړه د چين عادلانه او معقول دريځ ستايلی دی
نوموړي وويل، چې چين به د اوکراين مسئلې د هوارۍ لپاره نور هم رغنده رول ولوبوي.
جاولي جيان هيله وښوده، چې د اوکراين شخړه ژر پای ومومي او نورې خواوې پر دغه اور نور تېل ونه شيندي.
نوموړي وويل، چې روسيه او اوکراين بايد خپلې مسئلې د ډيالوګ له لارې حل کړي.