د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو اته دېرشمه ډله ييزه زده کړه
CMG2022/05/06 17:07:22
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د اپريل د ۲۹مې نېټې په ماسپښين د چین د پانګو د سالم پرمختګ د تنظيم او لارښوونې په اړه اته دېرشمه ډله ييزه زده کړه تر سره کړې ده

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د يادې زده کړې مشري کړې او په خپلو خبرو کې يې پر دې ټينګار کړی، چې پانګې دسوسياليستي بازار د اقتصاد مهم عنصر دی. د سوسياليستي بازار د اقتصاد په چوکاټ کې د پانو د پرمختګ تنظيم او لارښوونه نه یوازې یوه لویه اقتصادي مسئله ده، بلکې یوه لویه سیاسي، علمي او نظري مسئله هم ده، چې د سوسیالیزم د بنسټیز اقتصادي نظام په تطبیق، د اصلاحاتو او ورخلاصون د ملي تګلارې په ټینګښت، په باکیفیته پرمختګ او ګډې سوکالۍ او په ملي امنیت او ټولنیز ثبات پورې نږدې اړه لري.

نوموړي ويلي، چې موږ باید په نوې زمانه کې د پانګو د مختلفو ډولونو او د هغوی د رول په اړه خپله پوهه ژوره او د پانګو سالم پرمختګ تنظیم کړو او د تولید د مهم عامل په توګه بايد د پانګو د ښې کارونې لپاره فعال رول ولوبوو.