د چين علمي څيړونکو د ايوريسټ په څوکه کې بريالۍ څيړنې کړي
CMG2022/05/06 16:41:35
شريکول:

د چين د علمي څيړنو ۱۳ کسيزه ډله د مې په ۴مه نېټه د نړۍ ډېرې جګې غرنۍ څوکې يعنې ايوريسټ څوکې ته وختله او هلته يې يو لړ علمي څيړنې او ازموينې تر سره کړي او ګڼ نړيوال ريکارډونه يې ټينګ کړي دي.

 دا لومړی ځل دی، چې د چين علمي څيړونکې ډلې د سمندر له سطحې په ۸۰۰۰ مترو لوړ ځای کې علمي څيړنې ترسره کړې دي.

د مې ۴مه نېټه، د چين علمي څيړوونکي د هوا پيژندنې د اټوماټيک سټېشن د جوړولو پر مهال

د معلوماتو له مخې، چين د تېرې پيړۍ له ۵مې لسيزې راهيسې ۶ ځلې د ايوريسټ څوکې په اړه علمي څيړنې کړي، خو دا ځل يې په ډېرې لويې پيمانې او عصري تجهيزانو سره څېړنې کړې دي.

يادې ډلې د سمندر له سطحې څخه د ۸۸۳۰ مترو په لوړ ځای کې د هوا پيژندنې يو اټوماټيک سټېشن جوړ کړی او دا په نړۍ کې لومړی سټيشن دی، چې په ډېر لوړ ځای جوړ شوی او هم د ايوريسټ څوکې د عمومي علمي څيړنيز پروګرام د برياليتوب نښه بلل کيږي.

د مې۴مه نېټه، د چين علمي څيړوونکي د ايوريسټ په څوکه کې د يخ او واورو د مثالونو د اخيستلو په حال کې

د معلوماتو له مخې، چيني علمي څيړونکو دغه پروګرام د اپريل په ۲۰مه نېټه پيل کړی او له ۵۲۰۰ مترو څخه تر ۸۸۳۰ مترو پورې په جګوالي ځای کې يې د هوا پيژندنې اته اټوماټيک سټېشنونه جوړ کړي، چې په دې جملې کې د ۴ سټېشنونو جګوالی یې له ۷۰۰۰ مترو څخه هم لوړ دی.

چين د دغې څوکې په بېلا بېلو سيمو کې د علمي څيړنې سيستم بشپړ کړی دی.

د مې د ۴مې نېټې په سهار د ايوريسټ څوکې منظره

د چين د علمي څيړنو يادې ډلې په دغه پروګرام کې د ازون د دايرې د څيړنيز بالون د پورته کولو، د هوا پيژندنې او څيړنې د هوايي بيړۍ د کارولو، د ډېر دقيق رادار له لارې د يخ د پنډوالي د څيړلو او د مثالونو د اخيستلو په شمول ګڼ نوي نړيوال ريکارډونه ټينګ کړي دي.