چين د کرونا وبا د وقايې او کنترول په اړه يوه غونډه تر سره کړه
CMG2022/05/06 15:07:45
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو دايمي کمېټې د مې په ۵مه نېټه يوه غونډه تر سره کړې، چې پکې يې د کرونا وبا د خپرېدو اوسنی وضعيت تحليل کړی او د وبا د وقايې او کنترول مهم کارونه يې ترتيب کړي دي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغې غونډې مشري کړې او وينا يې کړې ده.

په دغه غونډه کې ويل شوي، چې چين د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې خلکو او ژوند ته د لومړيتوب ورکولو پر اصل ټينګار کړی، له بهر څخه هېواد ته د ويروس د خپرېدو او د هېواد په دننه کې د وبا د بيا راپورته کېدو د مخنيوي تګلاره يې غوره کړې او د وخت او وضعيت د بدلونونو له مخې يې محافظتي تدبيرونه اصلاح کړي، چې په دې سره يې د وبا د وقايې او کنترول په برخه کې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

په دغه غونډه کې هم ويل شوي، چې کرونا وبا په نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده او د کرونا وبا ويروس بڼې بدلوي او د نړۍ پر وړاندې ډېر ناڅرګنده امکانات شتون لري، نو د دغه ګوند د بېلا بېلو کچو کمېټې او د بېلا بېلو سيمو حکومتي ادارې بايد د وبا د وقايې او کنترول لپاره مداوم کوښښونه وکړي او د دغه ګوند د مرکزي کمېټې پريکړې او ترتیبات دې په پوره توګه عملي کړي.