د کرونا وبا له امله په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۵ ميليونه کسان مړه شوي
CMG2022/05/06 14:35:24
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د مې په ۵مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې یې په ۲۰۲۰م او ۲۰۲۱م کالونو کې په ټوله نړی کې شاوخوا ۱۵ ميليونه کسان د کرونا وبا له امله مړه شوي دي.

روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې کرونا وبا تر ټولو ډېر کسان په جنوب ختيځې اسيا، اروپا او امريکا کې وژلي دي.