د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت وايي، چې سيلانيانو سږکال د چين د کارګرو ورځې په پنځه ورځنۍ رخصتۍ کې، يعنې د اپريل له ۳۰مې نېټې څخه د مۍ تر ۴مې نېټې پورې په هيواد کې دننه ۱۶۰ ميليونه ځلې تګ راتګ کړی او د دولت د سيلانيزو چارو عايدات ۶۴ ميليارډو او ۶۸۰ ميليونو يوانو ته رسېدلي دي.
د چين د شمال ختيځ د لياو نينګ ولايت د شن يانګ ښار د شينګ شون نړيوال شپنی بازار
سيلانيان د چین د مرکزي جيانګ شي ولايت د فو شون ښار سيند کې چکر وهي.
سيلانيان د چين د شمال لوېديځ ګان سو ولايت په جانګ يې ښار کې د ناڅا ننداره ګوري
د چين د شمال لوېديځ شاان شي ولايت په شي ان ښار کې، د کارګرو ورځې په وياړ ننداره ترسره شوه
ماشومان د چين د شمال لوېديځ د شینجيانګ په اروموچي ښار کې، کاعذپرانونه/باډېوې پورته کوي