د چین د ۲۰۲۲م کال د لومړۍ ربعې د خدمتي سوداګرۍ عمومي ارزښت ۲۵.۸ سلنه زیات شوی
CMG2022/05/06 11:33:46
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د چین د سوداګرۍ وزارت چارواکو د مې په ۵مه نېټه په یوې خبري ناستې کې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چین خدمتي سوداګرۍ ګړندی پرمختک کړی دی. 

د چين د ۲۰۲۲م کال د لومړۍ ربعې د خدمتي سوداګرۍ د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۱۴۵۶ میليارډه او ۹۹۰ میلیونه یوانه ښودل شوی، چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۲۵.۸ سلنه زیاتوالی ښيي او په دې جمله کې يې صادراتي ارزښت ۷۱۳ میلیارډه او ۳۹۸ میلیونه یوانه و، چې په سلو کې ۳۰.۸ سلنه زیاتوالی او وارداتي ارزښت يې ۷۴۳ میلیارډه او لس ملیونه یوانه و، چې دا بيا په سلو کې ۲۱.۳ سلنه زیاتوالی ښيي. 

(هیله)