چین: ناټو په ټوله نړۍ کې ډله يیزې مقابلې راپورته کړي
CMG2022/05/06 11:12:54
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د مې په ۵مه نېټه د اوکراين مسئلې په اړه يوه غونډه تر سره کړې ده.

په م.م کې د چين دايمي استازي جانګ جون په يادې غونډې کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې د جګړو د ختمولو او د بشري بحران د ناوړو اغيزو د کمولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي او نړيواله ټولنه بايد د اوکراين بحران ته بيا کتنه وکړي او ستونزو ته دې يې لار ولټوي..

جانګ جون په اشارې ويلي، چې ناټو ځان تش په نوم دفاعي سازمان بولي، خو په ډېرې بې غورۍ يې د خپلواکو هېوادونو پر ضد جګړې راپورته کړي او د سترو بشري ناورينونو او مرګژوبلو سبب ګرځيدلي دي.

نوموړي ويلي، چې په نړۍ کې سړې جګړې پای موندلی او ناټو بايد وضعيت ته په کتو خپلې تګلارې سمې کړي.

جانګ جون زياته کړې، چې ناټو تر اوسه پخوانيو امنيتي مفکورو ته د پای ټکی نه دی ايښی او په پر له پسې توګه يې په اروپا، اسيا او د ارام سمندر سيمې او حتی ټولې نړۍ کې ډله ييزې مقابلې او پېچلې کشالې جوړې کړي، چې نه يوازې د نورو هېوادونو، بلکې خپلې ګټې هم زيانمنوي.

 چين د ناټو له يادو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي.

(خبرياله: شکريه)