امریکا درواغ او پروپاګنډ خپروي
CMG2022/05/06 15:18:54
شريکول:

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویبپاڼې څو ورځې مخکې په یوې اعلاميې کې د چین پر ځینو چارواکو او رسنیو تورونه لګولي او ويلي يې دي، چې دوی د اوکراین مسئلې په اړه د روسیې جعلي مالومات خپاره کړي او د اوکراین په موخه  د روسیې نظامي عملیات يې پر ځای بللي دي.

خو د امريکې دغه تورونه ټول د چین لخوا راپور شوي حقیقتونه او جدي تحليلونه دي. د ساري په توګه يې دا يادولی شو.

 امريکې د ۲۰۲۱م کال په نومبر کې د بیولوژيکي وسلو د بندیز تړون لاسلیکوونکو هېوادونو غونډې ته په يوه سند کې ومنله، چې په اوکراین کې ۲۶ بیولوژيکي لابراتوارونه لري.

د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۲۲م کال په مارچ کې يو سند خپور کړ او پکې يې ويلي، چې امریکا په اوکراین کې ۴۶ اړوند همکاریز تجهیزات لري. نو ایا دا جعلي مالومات دي؟

اعلاميه زياتوي، چې د چین لخوا د روسیې د جعلي مالوماتو د خپرېدو په هکله نور خبرونه د نیویارک ټایمز په شمول څو رسنيو په ويبپاڼو کې هم لیدل شوي دي.

 له دې څخه ښکاري، چې د امریکا ځينو چارواکو او رسنیو د اوکراین مسئلې په هکله جعلي مالومات خپاره کړي او چین د دغو جعلي مالوماتو له امله زیانمن شوی دی.

امریکا د اوکراین کړکېچ د لمسوونکې په توګه د نړیوالو باور او اعتماد له لاسه ورکړی او هر ځل يې د خپل بام واورې د چين بام ته غورځولي او بې ځایه تورونه يې پرې لګولي دي. (هیله)