د سوریې حکومتي رسنیو څو ورځې مخکې خبرونه خپاره کړل، چې له مخې يې په دغه هېواد کې د امریکا ناقانونه مېشتو ځواکونو او د دوی تر ملاتړ لاندې مخالفې پوځي ډلې یو ځل بیا د سوریې د ال خسکاح ایالت د تیل او نفتو سرچینې غلا کړې او د نفتو وړونکي کاروان د امریکا د پوځي موټرونو تر ساتنې لاندې په ناقانونه توګه عراق ته ننوتلي دي.
د سوریې د نفتو وزیر په تېره فبرورۍ کې ویلي، چې د سوریې بحران له رامنځته کېدو راهیسې، د دغه هېواد د نفتو چارو عمومي زیانونه نږدې سل میلیارډه، ۵۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلي دي.
د سوریې ځايي وګړي وايي، چې د امریکې د غلا کړو وړو له امله، سوریایان له سخت بشري بحران سره مخامخ شوي دي . (هیله)