د چين په جنوب لويديځ کې د پيتايا مېوې فارم
CMG2022/05/07 16:39:14
شريکول:

د شينګ ګوانګ په نوم فارم د چين په جنوب لويديځ کې د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې په مرکز نان نينګ ښار کې پروت دی او د پيتايا(pitaya) توليدي اډه ګڼل کيږي.

 په دغه تولیدي اډه کې د شپې له خوا سلګونه (LED) رنګين څراغونه روښانه وي،  چې پراخوالی يې 200 هېکتاره دی. د معلوماتو له مخې د يادې مېوې د بوټيو کرل کافي اوبو او رڼا ته اړتيا لري،  تر څو يې تولیدي اندازه زياته شي. خو معمولا په پسرلي کې ددغه ډول مېوې د بوټيو لپاره د رڼا د تر لاسه کولو وخت کافی نه دی او په شپه کې يې ګلان کول سخت دي، نو یادې اډې د پيتايا د حاصلاتو د تضمين لپاره له نوي تخنيک څخه استفاده کړې، چې له دې کبله يې تولیدي اندازه زياته شوې او مېوې يې هم خوږې شوي دي.