امريکا به له اوکراين سره د ۱۵۰ ميليونو ډالرو نورې پوځي مرستې وکړي
CMG2022/05/07 11:21:12
شريکول:

د امريکا دفاع وزارت د مې په ۶ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دغه هېواد به له اوکراين سره د ۱۵۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت نورې پوځي مرستې وکړي. امريکا د فبرورۍ له ۲۴مې نېټې څخه يعنې د روسيې او اوکراين د شخړې له رامنځته کېدو وروسته، له اوکراين سره د مرستې  کچه ۳.۸ مليارډو ډالرو ته رسېدلې  ده.

په اعلاميه کې همدارنګه راغلي، چې امريکا به له اوکراين سره مالي مرستو ته دوام ورکړي او پر روسيې  به نور بندیزونه ولګوي.