د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ څو ورځې مخکې د جاپان په فوکوشیما کې (Fukushima) د اټومي ککړو اوبو د اچولو د څارنې ګروپ کاري راپور خپور کړ. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د مې په ۶مه نېټه په یوه خبري ناسته کې په دې اړه وویل، په دغه راپور کې پر چاپېریال د یادو ککړو اوبو د منفي اغېزې او د ککړو اوبو سرچينې د څار په شمول ځينو برخو کې جاپان ته یو لړ وړاندیزونه شوي دي.
جاو لي جیان وویل، چې په یاد راپور کې په تېره فبرورۍ کې د نړیوالې اېجنسۍ د څارنې ګروپ کارونه راغونډ شوي، خو د څار نتیجه شتون نه لري. (هیله)