په امریکا کې یو میلیون کسانو ژوند له لاسه ورکړی
CMG2022/05/07 14:32:11
شريکول:

ولې د وبا پر وړاندې د امریکا کړنلاره په یوه ناورین بدله شوه؟

د امريکا د متحده ایالاتو ملي نشراتي شرکت په وينا، د مې په ۴مه نېټه په دغه هېواد کې د کرونا وبا خپرېدل یوه نوي غمجن پړاو ته  ورسېدل، چې د دې وبا له امله د مړو شمیر له يو ميلیون څخه هم اوښتی دی. د راپور له مخې، دا یو میلیون خلک یوازې په تېرو ۲۷ میاشتو کې د کرونا وبا له خپرېدو راهیسې مړه شوي او له دې جملې څخه له نیمایي نه زيات خلک واک ته د بايډن حکومت  تر رسیدو وروسته  له منځه تللي دي. دا یوه حیرانوونکې شمېره ده او د امريکا لپاره څه مانا لري؟  معنی یې دا ده، چې په شاوخوا ۳۳۰ امریکایانو کې يو تن د کرونا وبا له امله مړ شوی،  یا دا چې د سان جوز، د امريکا دوهم لوی ښار ټول نفوس له منځه  وړل شوی دی.

ولې امريکا د نړۍ د یوازیني زبرځواک په توګه د نړۍ لومړی ناکام هېواد شو، چې د کرونا وبا ضد مبارزه کې پاتې راغلی؟ (( د انساني ژوند پر وړاندې شتمنيو ته لومړی اهميت ورکول )) او (( د بشري حقونو په مقايسه تسلط  ته زياته پاملرنه کول )) د دغه ناورین د رامنځته کېدو اصلي لامل دی.

د امريکا حکومت د کرونا وبا د خپرېدو په پیل کې د دغه هېواد ساينسي مخنيوي ته سياسي رنګ ورکړ، د هېواد په دننه کې يې د کرونا وبا زيانونه پټ کړل او پر نورو هېوادونو يې بې اساسه تورونه ولګول. واک ته  تر رسېدو وروسته د بايډن حکومت له خپل مسئوليت څخه د ډډه کولو په هدف د استخباراتي ادارو په کارولو سره د کرونا وبا سرچينې د موندلو دسیسه جوړه کړه. دغسې سیاسي دسيسې د امریکايي سیاستوالو شخصي ګټې ساتلې، خو د عامو امريکايانو ژوند او روغتیا ته يې سخت زيانونه ورسول. که څه هم د امريکا حکومت د بشري حقونو د ساتنې ادعاوې کوي، خو له اوکراین سره د مرستې لپاره یې د خپلو خلکو د ژوند د ژغورنې پیسې استعمال کړې دي. د امریکایي سیاستوالو په نظر، د خپلو خلکو د ژوند حق د بهرني تسلط په پرتله خورا کم مهم دی.

له لاسه ورکړل شوي انسانان ډېر د افسوس وړ دي، ژوندي خلک هم په غم کې پاتې دي. ۲۰۰ زره امریکايي ماشومان د کرونا وبا له امله يتيمان شوي دي. په اوسنۍ امريکا کې د کورونو، خوړو او سوند توکو بیې ډېرې لوړې شوي او په میلیونو امریکایان په عادي ژوند کې له ستونزو سره مخامخ دي. له دغو واقعیتونو څخه څرګندېږي، چې د هغو امریکايي سیاستوالو ویناوې، چې هره ورځ وايي بشري حقونه دې وساتل شي، جعلي، خود غرضه او بې مسؤليته ګڼل کيږي. (خبرياله: شکريه)