چين پدې وروستيو کې د روان کال د لومړۍ ربعې اقتصادي ارقام خپاره کړي، چې له مخې يې د دغه هېواد د ګوانګدونګ په شمول د ۱۱ ولايتونو جي ډي پي له زرو مليارډو يوانو څخه واوښته او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ ولايتونه زياته شوې، چې د دې مودې جي ډي پي يې زرو مليارډو يوانو ته رسېدلې دې.
دغه ارقام ښيي، چې د روان کال په لومړې ربعه کې د چين د ۳۰ ولايتونو په اقتصادي وده کې زياتوالی راغلی دی. دغه راز په ۲۱ ولايتونو کې د هر تن په سر لګول شوې پيسې ۵۰۰۰ يوانه ښودل شوې دي.