ګوټریس په اوکراین کې د سولې لپاره د امنیت شورا د متفقې غوښتنې هرکلی وکړ
CMG2022/05/07 13:10:45
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریس د مې په ۶مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره په اوکراین کې د سولې لپاره د امنیت شورا د متفقې غوښتنې هر کلی وکړ.

نوموړي وویل، چې امنیت شورا په همدې ورځ په لومړي ځل په اوکراین کې د سولې د عملي کولو ګډ غږ پورته کړ.  ټوله نړۍ باید د ملګرو ملتونو د منشور د ساتلو لپاره یووالی وساتي.

ګوټریس د تېر اپرېل په ۲۶مه او ۲۸مه نېټه روسیې او اوکراین ته سفر وکړ او په جلا جلا توګه يې له ولادمیر پوتین او ولادمیر زلینسکي سره وکتل  او هڅه یې وکړه، چې د دواړو هېوادونو کړکیچ د خبرو اترو له لارې  حل شي. (هیله)