وانګ يي: د سیمې هر ډول ستراتيژي باید د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري پرمخ بوزي
CMG2022/05/07 11:45:33
شريکول:

د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د مې په ۶مه نېټه له چین سره د همکارۍ په اړه د اندونیزیا د همغږۍ له وزیر لوهوت بنسار سره ويډيويي خبرې وکړې.

وانګ يي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې د سیمې هر ډول ستراتيژي باید د ګډو ګټو پر بنسټ، نه دا چې تقابل رامنځ ته کړي.

ده زیاته کړه، چې چین غواړي له اندونیزیا سره تبادلې او همغږي پياوړې کړي او  د سیمې د سولې او ثبات حالت  وساتي. د امریکا لخوا وړاندې شوې د اندو- پسيفیک ستراتيژي (Indo-Pacific Strategy) د اوسنۍ زمانې  د پرمختګونو او تمایلاتو سره په ټکر کې ده او د سیمې د هېوادونو له ګډو او دايمي ګټو سره سمون نه لري.

ښاغلي لوهوت بنسار په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې د اندونیزیا او چین ترمنځ د همکارۍ په پار به له اوسنیو ستونزو سره په مقابله کې بریالیتوب ولرو، د دواړو هېوادونو همکاري د ګډو ګټو پر بنسټ ده، چې د پرمختیايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره مهمه لارښوونه  کوي. (هیله)