چين اجازه ور نه کوي چې تاريخي تراژيدي بيا رامنځته شي
CMG2022/05/07 11:22:32
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مې په ۶ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ۱۹۹۹م کال د مې په ۷مه نېټه د امريکا په مشرۍ ناټو پر يوګوسلاويا کې د چين پر سفارت بريد  وکړ. په دې برید کې ۳ چيني خبریالان ووژل شول او ۲۰ ډیپلوماتان ټپیان شول. چین به د ناټو دغه عمل له ياده و نه باسي او هيڅکله دې ته اجازه نه کوي، چې تاريخې تراژيدي بيا رامنځته شي. 

نوموړي زياته کړه، چې ناټو په يو دفاعي سازمان ځان بولي، خو څو څو ځلې یې د نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه کړې ،په خپل سر يې په خپلواکو هېوادونو کې جګړې راپورته کړي ،نړيواله او سيمه ييزه سوله يې خرابه کړې او له دې امله يې ګڼ شمېر بېګناه ملکي وګړي وژل يا بې ځايه شوي دي. دا چې ناټو تر سړې جګړې وروسته د ۵ ځلو لپاره ختيځې خوا ته خپل قلمرو پراخ کړی، نه يوازې يې د اروپا امنيت نه دی ساتلی ،بلکې د روسيې او اوکراين تر منځ  د جګړې سبب شوی دی.