چين کې د پسرلني غلودانو د کرلو مساحت څه کم ۳۳ ميليونه هکتارو ته رسيدلی
CMG2022/05/08 13:07:12
شريکول:

د چين د زراعت او کليوالو چارو وزارت د تازه شميرنې په خپرولو سره ښيي، چې په ټول هېواد کې د پسرلني غلودانو د کرلو مساحت ۳۲ ميليونه او ۸۰۰ زره هکتارو ته رسيدلی، چې د ټاکلي پلان څه باندې نيمه برخه بشپړه شوې ده.

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د ۲۰۲۲م کال په لومړې ربعه کې د زراعت او کليوال اقتصاد د پرمختګ په هکله يوه خبري ناسته تر سره کړه. د ياد وزارت اړوند چارواکو معلومات ورکړي، چې د روان کال د پسرلي په موده کې د غلودانو د کرلو عمومي حالت ډېر ښه دی. د ټاکلي پلان له مخې، د روان کال په پسرلي کې به د غلودانو د کرلو مساحت ۶۲ ميليونه او ۷ لکه هکتارو ته ورسيږي، چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت به زيات شي.

په دې وروستيو کې د چين په شمال ختيځ کې د غلودانو د ورځني کښت مساحت څه دپاسه ۱ ميليون او ۶ لکه هکتارو ته رسیږي.

د چين حکومت په روان کال کې په ۱۶ ولايتونو کې د لوبيا او جوار د کرلو چارې پيل کړې، چې د کښت مساحت به يې ۱ ميليون هکتارو ته ورسيږي.