د ايران خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د اروپايي ټولنې همغږي کوونکی او د بهرنيو عملياتو ادارې د سرمنشي مرستيال مولا به د روانې مياشتې پر لسمه نېټه ايران ته سفر وکړي، څو د ايران پر اټومي تړون خبرې اترې پر مخ يوسي.
ايران پدې وروستيو کې د ياد تړون له اړوندو غاړو سره تماس نيولی او د ليکلو پيغامونو په تبادلې سره يې خپلمنځي خبرو اترو ته دوام ورکړی دی.