نړیوال دې د جاپاني سياستوالو پر وړاندې هوښيار او بيدار واوسي
CMG2022/05/08 13:49:19
شريکول:

روان کال د جاپان د سولې د اساسي قانون د پلي کولو له ۷۵ مې کليزې سره برابر دی. خو د ځینو جاپاني سياستوالو له کړنو څخه ښکاري چې دوی له سوله ييزې لارې څخه وتلي او د بهرنيو ګواښونو د تبليغاتو له لارې د ياد اساسي قانون د ماتولو په لټه کې دی تر څو جاپان دفاعي پوځ جوړ کړي او ديپلوماتيک جنګي حق ولري. نړيواله ټولنه دې د جاپاني سياستوالو د مليټرليزم د هڅو پر وړاندې هوښيار او بېدار واوسي.

پنځه اويا کاله دمخه جاپان په دويمې نړیوالې جګړې کې ناکام شو او تر هغه وروسته يې نوی اساسي قانون خپور کړ چې د نهمې مادې له مخې به يې دغه هېواد په دايمي توګه جګړه پیل نه کړي،د نړيوالو کشالو د لېرې کولو لپاره به له پوځي ګواښونو او لارو چارو څخه لاس واخلي. نو جايان د يادې موخې د تر سره کولو لپاره ځمکني، سمندري او هوايي پوځونه او نورو جنګي ځواکونه ونه ساتل او له نورو هېوادونو سره يې د جګړې حق ونه مانه. نو ياد نوی اساسي قانون د سولې اساسي قانون ګڼل کيږي او له دې کبله تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته جاپان د نورو آسیایی هېوادونو باور تر لاسه کړی او اقتصاد يې ثابت پرمختګ موندلی دی.

خو د تېرې پېړۍ په نهمې لسيزې کې د دغه هېواد سیاست په زیاتېدونکی ډول محافظه ښکاره کړی او اقتصادي پرمختګ يې په تېرو دېرشو کلونو کې هم په ټپه ولاړ و. د دې حالت د  مخنیوي لپاره د جاپان حکومت په سياسي او اقتصادي چارو کې اصلاحات نه دی کړی، بلکې ويې غوښتل چې له نورو هېوادونو سره د کشالو د جوړولو او په نړيوالو جګړو کې د برخې اخيستنې له لارې کورني تضادونه لېری کړي. دا چې د سولې د اساسي قانون له مخې د نړيوالو کشالو او نښتو د لېرې کولو لپاره د جاپان پوځي کړنې محدوديږي او پوځي لګښت يې د دې هېواد د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت په سلو کې له يو څخه زيات نه دی، نو حکومت يې غواړي چې دغه قانون اصلاح کړي.

په دې وروستيو ورځو کې د جاپان لیبرال دیموکراتيک ګوند صدراعظم فوميو کيشيدا  د ډيپلوماتیکو او دفاعي تګلارو د تعديل په هکله وړانديز وکړ چې له مخې يې جاپان دې له دښمنانو سره د مقاومت توان وساتي او پوځي لګښت دې د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت په سلو کې دوه برخه ونيسي.

له يوې خوا د جاپان د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت په پر له پسې توګه راټيټ شوی او له بلې خوا دوی له نورو هېوادونو سره د جګړې لپاره د پوځي بودجې لوړوالی غواړي او د اساسي قانون د تعديل لپاره هڅه کوي. د جاپان د حکومت دغه کړنه دا معنی لري چې لازيات جاپانيان به له لوږۍ سره مخ شي او امنيت به يې خراب شي.

د آسيایي او نورو هېوادونو خلک د ځينو جاپاني سياستوالو له کړنو څخه مليټرليزم ویني. دا هم د پاملرنې وړ ده چې د دې هېواد صدراعظم فوميو کيشيدا له شپږو هېوادونو څخه په وروستیو ليدنو کې بهرني ګواښونه هڅولی، خو د آسيا څو هېوادونو په دې اړه محتاطه رويه غوره کړې ده. له دې څخه ښکاريږي چې آسيایي هېوادونه سولې ته ډېر ارزښت ورکوي. نو د جاپان حکومت دې د سولې غوښتونکو غږ واوري او له تاريخ څخه دې عبرت واخلي او د سولې او پرمختګ په لور کې دې روان شي. که مليټرليزم وهڅوي او د سولې اساسي قانون تعديلو ته ادامه ورکړي، نو جاپاني سياستوال به ژر ناکام شي.