د روسيې د ملي دفاع د لارښوونې مرکز مسئول ميزانتسيف د مۍ پر اوومه نېټه ويلي چې روسي ځواکونو د اوکراين په ماريوپول ښار کې د ازوفسټال د فولادو له فابريکې څخه د عامو خلکو د ايستلو درې ورځني عمليات پای ته رسېدلي دي.
د نوموړي په وينا روسي ځواکونو د مۍ له پنځمې نېټې څخه تر دې دمخه د ملګرو ملتونو او د سور صليب نړیوالې ټولنې په همکارۍ له يادې فابريکې څخه ۵۱ ملکيان ايستلي، چې په کښې ۲۲ ښځې، ۱۸ نارينه، او ۱۱ ماشومان شامل دي.
د روسيې ځواکونو د روانې مياشتې پر پنځمه، شپږمه او اوومه نېټه له ازوفسټال فابريکې د ملکيانو ايستلو په موخه بشري دهليز پرانيستي او پر دې مهال يې خپل ټول پوځي عمليات درولي دي.