لي جيا چاو د هانکانګ د اجرائيه رئيس په توګه وټاکل شو
CMG2022/05/08 13:37:24
شريکول:

د مۍ د اتمې نېټې په سهار د چين د هانکانګ ځانګړې اداري سیمې د شپږمې دورې د اجرائيه رئيس ټاکنې ترسره شوې. دا د دې سيمې د ټاکنیز نظام له اصلاح وروسته  لومړې ټاکنې دي.

په دغو ټاکنو کې ښاغلي لي جيا چاو، چې د هانکانګ د حکومت د اداري چارو رياست د مشر په توګه يې دنده ترسره کړې، د سيمې د نوي اجرائيه رئيس په توګه وټاکل شو.

  د هانکانګ د قانون له مخې د دې سيمې اجرائيه رئيس د ټاکنو  کمېټې لخوا  د رايګيرۍ له لارې ټاکل کيږي، چې د ځايي اوسېدونکو استازيتوب کوي او د دې سيمې له واقعي حالاتو او ګټو سره سمون لري.