د کيوبا د عامي روغتيا وزارت چارواکو د مې د میاشتي پر ۷ مه نېټه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد په پلازمينه هاوانا کې پر ساراتوګا هوټل د شوې چاودنې له امله د ۴ ماشومانو او يوې امېدوارې ښځې په شمول ۲۶ کسان وژل شوي او ۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ابتدايي پلټنې نتيجه ښيي، چې چاودنه ددغه هوټل د باندي د ګازو په درول شوي ټانکر کي رامنځته شوی ده. د دې پېښې پر مهال د دغه هوټل په ودانۍ کې۵۱ کار کوونکي او۲ ترميموونکي ول، چې له جملې څخه يې ۱۱ په چاودنه کې مړه شوي دي.