د افغانستان سرپرست حکومت په پنجشير ولايت کې نښتې رد کړې
CMG2022/05/08 14:02:05
شريکول:

د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبر رد کړي، چې د طالب ځواکونو او د مقاومت جبهې ترمنځ د پنجشير ولايت په منځ کې نښته شوي. د دغه ولايت وياند ابوبيک صديق ويلي، چې د مۍ د ۶مې نېټې په شپه د پنجشير ولايت د ابشار په سيمه کې کوچنۍ نښته شوې او وروسته حالات د سرپرست حکومت لخوا کنټرول شوی دی.

خو له بلې خوا بیا مقاومت جبهې ويلي، چې نښتې اوس هم روانې دې او دوی د ابشار درې سيمه تر کنټرول لاندې راوستې ده.