د تيان جو څلورم نمبر باروړونکې فضايي بېړۍ او راکيټ ترکيب د سپوږمکيو د توغولو سيمې ته ليږدول شوي
CMG2022/05/08 13:07:00
شريکول:

د چین د انسان وړونکي فضايي پروګرام دفتر خبر ورکړی چې د بېجينګ پر وخت د مې پر اوومه نيټه د تيان جو څلورم نمبر باروړونکې فضايي بېړۍ او د چانګ جنګ اووم نمبر راکيټ ترکيب د سپوږمکيو د توغولو سيمې ته ليږدول شوي دي. اوس په ياده سيمه کې چې د چين د هان نان ولايت په ون چانګ کې پرته ده، ټول تأسيسات په ښه حالت کې دي او وروسته به د پلان له مخې وڅارل شي او ازمايښتي کارونه به تر سره کړي.

ياده بېړۍ به په څلورو برخو کې رول ولوبوي: لومړی، د تيان ګونګ فضايي سټېشن ته به  پروپیلنټ ور کړي، دوهم د دې سټېشن د ترميمولو لپاره به اړين تجهيزات وليږدوي، درېيم د ستورمزلو د کار او ژوند لپاره به اړين توکي او په فضا کې د علمي څېړنې لپاره د اړتيا وړ توکي وليږدوي.