د شي جين پينګ او د ده مور چي شين ترمنځ کيسې
CMG2022/05/08 13:42:57
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وايي چې ((کور د هر کس لومړی ښوونځی دی او مور او پلار د خپلو ماشومانو لومړي ښوونکي دي)). ویل کیږي چې مور یې چي شين پر شي جین پینګ په فکر او نظر دایمي

 اغیزه کړې ده.

د اتل يوې في د کيسې په اړه کتابونه

يوې فې د چين په لرغوني وخت کې د هېواد ساتلو لپاره يو ډېر مشهور اتل و. کله چې شي جين پينګ ۵ او ۶ کلن و، مور يې د ده لپاره د يوې فې د کيسې په اړه کتابونه واخيستل. د يوې فې هغه روحيه چې د خپل هېواد لپاره يې تر وسې پورې کوښښونه کړي، پر شي جين پينګ ډېره اغېزه کړې او تل د ده په ياد او خاطرو کې ځای لري.

ټولو ته معلومه ده چې د شي جین پینګ پلار د چین د انقلاب یو غازي او مشر و. د شي جین پینګ مور د خپل عمر ۱۳ کلنۍ په وخت کې د چین په انقلابي غورځنګ کې شامله شوې او په ۱۷ کلنۍ کې د چین د کمونېست ګوند د غړې په توګه منل شوې ده.

د شي جين پينګ مور لخوا جوړ شوی بکس او پر باندې د مور زړه جمله ګنډل شوې ده

میرمن چي شين په کور کې له خپل ځان او خپلو زامنو او لوڼو څخه همیشه د لوړ دیسیپیلن د رعایت غوښتنه کوي او دا عادت یې ورزده کړی دی. هغې په عین وخت کې دنده او کورني کارونه کول او هیڅکله یې د واک امتیاز ترلاسه کولو هڅه نه ده کړې. شي جین پینګ ترې ډیرې زده کړې کړي دي. میرمن چي شين ده ته ویل (( تر وسې پورې کارونه په ښه توګه کول ستا د پلار او مور لپاره ترټولو نه ګرانه ډالۍ او مینه ده))

شي جين پينګ په ۱۹۶۹ کال کې د کار لپاره د شان شي ولايت کليوالو سيمو ته لاړ، مور يې د ده لپاره يو بکس جوړ کړ او پر باندې يې د مور زړه جمله وګنډله.

شي جین پینګ له خپلې مور میرمن چي شین سره لاس په لاس د قدم وهلو په حال کې

د رئيس شي جین پینګ په دفتر کې ځیني يادګاري عکسونه ایښي دي چې له دغې جملې څخه یو یی شي جین پینګ له خپلې مور میرمن چي شین سره لاس په لاس د قدم وهلو په حال کې دی.