د چین صدر اعظم د استخدام د ثابتېدو غونډې ته هدايت ورکړی
CMG2022/05/08 11:48:10
شريکول:

په چين کې د استخدام د ثابتېدو په اړه تلويزيوني او تليفوني کاري غونډه د مې پر اوومه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين صدراعظم لي که چيانګ دغې غونډې ته هدایت ورکړی چې له مخې يې بېلا بېلې سيمې او څانګې دې د استخدام، اقتصادي ثبات ساتلو،د کرونا وبا پر وړاندې د بېلا بېلو تصديو د توليدي چارو د بیا پيل او د مالياتو د کمولو لپاره له تصديو او شرکتونو سره د مرستندویه تګلارو د پلي کولو هڅې وکړي.

هغه وویل، په دې سره به لا زياتې تصدۍ په تېره بيا منځنۍ او کوچنۍ تصدۍ او سوداګر له ستونزو څخه ووځي.

د چین د صدراعظم مرستيال هو چون هوا په دې غونډې کې ګډون او وينا وکړه. هغه د خپل وينا پر مهال وویل چي اوس د کرونا وبا پر وړاندې د خلکو د استخدام ستونزوې مخ پر زياتېدو دي، نو مونږ باید له دې حالت سره د مقابلې لپاره ټينګ باور ولرو.