د افغانستان بانک ۳۲ ميليونه امریکايي ډالره نغده بشري مرسته تر لاسه کړه
CMG2022/05/09 14:38:54
شريکول:

د افغانستان بانک د مې په اتمه نېټه خبر ورکړی، چې ۳۲ ميليونه امريکايي ډالره نغده بشري مرسته یې تر لاسه کړې او ويلي يې دي، چې دغه پيسې به د هېواد سوداګريزو بانکونو ته وليږي.

د افغانستان بانک په يوې اعلاميې کې ويلي، چې دوی په قانوني لارو هېواد ته د پيسو د لیږلو هر کلی کوي او د نړيوالې ټولنې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ يې پر نورو هېوادونو هم غږ کړی، چې د افغانستان له پولي او بانکي ادارو سره اړيکې ښې کړي.

د مالوماتو له مخې، ياده نغده بشري مرسته د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره شوې ده.