له تېر مارچ راهيسې شانګهای شرکتونو او تصديو ته سلګونه ميليارډه يوانه پورونه ورکړي
CMG2022/05/09 11:33:20
شريکول:

د چين په شانګهای ښار کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول مطبوعاتي غونډه د مۍ په ۸مه نېټه تر سره شوه.

د چين د خلکو بانک د شانګهای مقر کې د کمونېست ګوند کمېټې غړي يو ون جيان په دغې غونډه کې وويل، چې د چين د شانګهای ښار بېلابېلو پولي سازمانونو د روان کال له مارچ راهيسې هغو ۷۳۱ تصديو ته ۳۳ ميليارډه او ۵۰۰ ميليونه يوانه پورونه ورکړي، چې د کرونا وبا ضد توکي توليدوي او په لوژيستيکي چارو بوخت دي.

نوموړي وويل، چې د شانګهای ښاروالۍ د خوراکي توکو ،پرچون، سيلانۍ او ترانسپورټ په ساحو کې ۱۰ زرو تصديو ته، چې د کرونا وبا له امله اغېزمن شوي، ۷۲ ميليارډه او ۳ سوه ميليونه يوانه پورونه ورکړي دي.

په شانګهای ښار کې توليدي او سوداګريزې چارې اوس ګام په ګام د اعاده کېدو په حال کې دي او ښاروالي يې تصديو او خلکو ته د مرستو د ورکولو او د پولي بازار د سالم او ثابت روانېدو لپاره بېلابېل پولي پاليسۍ پلې کوي.