په فيليپين کې څو چاودنو ۸ تنه ټپيان کړي
CMG2022/05/09 11:10:11
شريکول:

 د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فيليپين کورنيو چارو وزارت د مې په ۹ مه نېټه ويلي، چې د ۸ مې نېټې په شپه د دغه هېواد په جنوب ماګوينداناو ولايت کې ۵ چاودنې شوي، چې له امله يې ۸ تنه ټپيان شوي دي.

د مالوماتو له مخې، له يادو چاودنو ۴ يې په دادو ونسي ښارګوټی کې او يوه بله چادونه په شريف اګواک ښار کې شوې ده.

 تر اوسه چا د دغو چاودنو پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

په فیليپين کې يادې چاودنې د ولسمشرۍ او پارلمان د ټاکنو يوه ورځ دمخه شوي دي.

د فيليپين ټولټاکنې پر ځایی وخت د ۹ مې نېټې د سهار په ۶ بجو په رسمي ډول پيل شوې او د دغه هيواد ۶۵ ميليونه او ۷ سوه زره کسان به د رايې اچونې ۳۷۲۱۱ مرکزونو ته ولاړ شي او د هيواد نوی ولسمشر، مرستيال ولسمشر، پارلماني غړي او نور سيمه ييز مشران به وټاکي.