وانګ يي: نړۍ دې د اسيا غږونه واوري
CMG2022/05/09 12:01:56
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په اتمه نېټه د کمبوډيا له مرستيال صدرعظم او خارجه وزير پراک سوخون سره انلاين ليدنه کړې ده.

وانګ يي په يادې ليدنې کې ويلي، چې په نننۍ نړۍ کې سوله تر بريد لاندې راغلې او د پرمختګ پر وړاندې خنډونه ډېر دي.
نوموړي وويل، چې چين به له راتلونکې مياشتې څخه  د چين، کمبوډيا، اندونيزيا او تايلنډ په نوبت سره د بريکس هېوادونو د مشرانو د غونډې، د ختيځې اسيا د همکارۍ په باره کې د مشرانو د يو لړ کنفرانسونو، د شلو هېوادونو د مشرانو سرمنشريزې او د ايپېک ((APEC)) د مشرانو د غير رسمي غونډې کوربه توب وکړي.

نړيواله اداره د اسيا شيبې ته ننوتلې او تمه ده چې اسیا په دې برخه کې مخکښ رول ولوبوي.

چين غواړي له کمبوډيا، اندونيزيا او تايلنډ سره په ګډه له اسيا څخه نړۍ ته د سولې او پرمختګ د پياوړتيا پيغام او د څو اړخيزتوب د ساتلو لپاره ګډ سيګنال خپور کړي، د سيمې او نړۍ د لا ثابتېدو لپاره ګډ رول ولوبوي او له نړیوالو ننګونو سره د مقاومت په موخه د آسيا خدمتونه وکړي. (خبرياله: شکريه)