اسرائیلي ځواکونو دوه فلسطینیان نیولي
CMG2022/05/09 12:03:34
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل امنيتي ځواکونو د مې په اتمه نېټه ويلي، دوه هغه فلسطينيان، چې د روانې مياشتې په پنځمه نېټه يې د اسرائيل د العاد ښار په يوه بريد کې لاس درلود، نيولي دي.

ځايي رسنيو خبر ورکړی، چې نیول شوي فلسطینیان چې عمرونه یې ۱۹ او ۲۰ کاله دي، د اردن سيند د لویدیځې غاړې د جنین سیمې اوسېدونکي دي.

د اسرائيل په العاد ښار کې د روانې مياشتې د پنځمې نېټې په ماښام بريد وشو، چې له امله يې درې اسراييلي وګړي ووژل شول.

د اسرائيل د امنيتي چارواکي په قول، دوه بريدګر، چې په تبرونو او برچو سمبال وو، د اردن سيند له لويديځې غاړې دغه هېواد ته ننوتلي او هلته يې پر خلکو بريد کړی دی.

تر اوسه کومې ډلې د ياد برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.  (خبرياله: شکريه)