وانګ ژوی شوي ۴۴ ميلونو ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړې
CMG2022/05/09 15:40:14
شريکول:

وانګ ژوی شوي د روان کال د مې په څلورمه نېټه د ځوانانو د ورځې په وياړ د چينايي ځوانانو تر ټولو مهم او وياړلی ميډال تر لاسه کړ. 

وانګ ژوی د ساينس او ټېکنالوژۍ په مټ د ځونانو لپاره د مزدورۍ يو ايپليکېشن جوړ کړی او تر اوسه یې څه باندې ۴۴ ميليونو ځوانانو ته د کار او مزدورۍ فرصتونه برابر کړي دي.

نوموړي د ځوانانو د چارو جوړونکي د استازي په توګه په اړوند سمينار کې ګډون کړی و او په ترڅ کې يې د چين له صدراعظم سره هم وکتل او د ځوانانو د چارو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

وانګ ژوی شوي په يوې غریبې کورنۍ کې زيږيدلی او د پوهنتون د زده کړو په بهیر کې يې کار او مزدوري هم کوله او خپلې زده کړې او ژوند چارې يې مخ ته وړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې هغه د زده کړو په بهیر کې له ډېرو زياتو محصلينو سره ناسته پاسته درلوده او ډېرو به یې د کار او مزدورۍ غوښتنې درلودې، څو د زده کړو ترڅنګ پیسې هم وګټي.

وانګ ژوی شوي وايي، چې همغه مهال يې پرېکړه کړې وه، چې د ځوانانو لپاره به د کاري زمينې د برابرولو په پار کار کوي، نو ځکه يې يو اپليکېشن جوړ کړی، څو ځوانان ترې ګټې پورته کړي.

 نوموړی وايي، چې د ساينس او ټېکنالوژۍ له لارې د چين د کارګرو د چارو د پرمختګ پلان  لري او خپلو چارو ته به په ټينګ هوډ پر له پسې ادامه ورکړي.

وانګ ژوی خپلې چارې په عمل کې ثابتې کړي او د ډېر زحمت او زيار په مټ يې د ځوانانو ارمانونه پوره کړي دي.