د اوو هېوادونو ډله به له روسيې څخه د نفتو واردات کم يا بند کړي
CMG2022/05/09 11:34:07
شريکول:

د اوو هېوادونو ډلې د مې په ۸مه نېټه اعلان کړی، چې غړيو هېوادونو يې ژمنه کړې، چې پر روسيې به د انرژۍ اتکا ګام په ګام کمه کړي ،د بېلګې په توګه له دغه هېواد څخه به د نفتو واردات کم يا بند کړي.

د دې ډلې مشرانو د مې په ۸مه نېټه د اوکراين له ولسمشر زيلينسکي سره له ويډيويي غونډې وروسته په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي، چې غړي هيوادونه به يې يادې ژمنې ته د عمل جامه واچوي، خو د کافي وخت يادونه يې هم کړې ده، څو دغه هيوادونه د روسيې پر ځای د نورو هيوادونو انرژي پيدا کړي او وکاروي.

 د يادې اعلاميې له مخې، يادې ډلې له اوکرين سره د ۲۴ ميليارډو ډالرو په ارزښت د مرستو ژمنې يا برابرې يې کړې دي .برسېره پر دې ،دغه ډله به اوکراين ته دوامدارې پوځي مرستې وليږي او د معلوماتو، اقتصاد او د انرژۍ امنيت په برخو کې به ورسره همکارۍ پراخې کړي.