اقتصادي کارپوهان: چین د بهرنۍ سوداګرۍ او پانګونې د ثابت پرمختگ لپاره پوره باور او ښه شرايط لري
CMG2022/05/09 15:01:47
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو په دې وروستیو کې د هېواد د اوسنيو اقتصادي حالاتو او اقتصادي چارو په پار څېړنيزه غونډه ترسره کړې او پر دې يې ټينګار کړی، چې د کرونا وبا مخه باید ونیول شي، د هېواد اقتصاد باید ثباتومومي او پرمختګ يې باید خوندي وي.

يو شمېر اقتصادي کارپوهانو د مې په اوومه نېټه په یو سمینار کې ويلي، چې چین د بهرنۍ سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې د ثابت پرمختګ لپاره پوره باور او ښه شرايط لري او تمه يې ښودلی، چې چين به د نړيوال اقتصاد د بيا احيا او د پرانيستي نړیوال اقتصاد لپاره مهمو مرستو ته دوام ورکړي.

مالومات ښيي، چې د روان کال د مارچ په پای کې د چين د بهرنیو اسعارو زیرمه ۳۱۸۸ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلې، په عمومي ډول يې ثبات ساتل شوی او په نړۍ کې يې لومړی ځای خپل کړی دی او په عین وخت کې د چین د مالونو عمومي سوداګریز ارزښت ۶۰۵۰ میلیاردو ډالرو ته رسیدلی او د پر له پسې څو کالونو راهیسې يې په نړۍ کې لومړی مقام ساتلی او په ۲۰۲۱م کال کې يې ۳۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د چين د نړيوالې اقتصادي تبادلې د مرکز د دایمی چارو مرستيال جانګ شياو چيانګ د روانې میاشتې په ۷مه نېټه په يو سمينار کې يادو مهمو شاخصونو ته اشاره کړې او ويلي يې دي، که څه هم اوسنۍ نړيواله صنعتي سلسله تر يوې اندازې پورې اغېزمنه شوې، ‌خو چین لا هم د ورخلاصون او د بهرنۍ سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې د ثابت پرمختګ لپاره ډېر ستراتیژیک مناسب شرایط لري.

جانګ شياو چيانګ ويلي، چې روان کال ريسپ تړون یا د سيمه ييزو هراړخیزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون ته د عمل جامه اچول شوې او پلی شوی دی.

رسیپ اوسمهال په نړۍ کې د څواړخیزم يو ترټولو لوی تړون دی او سويه يې هم ډېره لوړه ده. د دغه تړون له پلي کېدو راهیسې، د باربرۍ او سوداګرۍ په برخه کې د ګمرکي مالياتو د کمولو کچه هم پوره ټيټه شوې او په پای کې به د ۹۰ سلنې توکو تجارت هم صفر تعرفې ته راښکته شي.

اسيان د روان کال په لومړۍ ربعې کې د اروپايي ټولنې پر ځای يو ځل بيا د چین تر ټولو ستر سوداګريز همکار پاتې شوی او دا د چین د بهرنۍ سوداګرۍ د ثابت پرمختګ ښه ښکارندويي کوي او نوې فضا یې جوړه کړې ده.‌

چین تېر کال څه نا څه د ۱۷۴ ميلیارډو ډالرو په ارزښت بهرنۍ پانګې کارولي، چې د وړم کال په پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي او د روان کال په لومړۍ ربع کې يې د ۵۹ ميليارډو ډالرو په ارزښت بهرنۍ پانګې استعمال کړي، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښیي.

د مالوماتو له مخې، تېر کال په ټوله نړۍ کې ۸۲۷ لکه موټرونه پلورل شوي، چې له دې جملې څخه ۲۶۵ لکه مټرونه په چین کې پلورل شوي، چې د نړۍ د موټرو د پلور ۳۲ سلنه جوړوي.

ښاغلي جانګ شياو چيانګ زياته کړې، چې بهرني سوداګر د کرونا وبا د کنټرول او مخنيوي او د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ په برخه کې د چين پر توان پوره باور لري او تمه يې ښودلې، چې چين به د کال په اوږدو کې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ دموخو د پوره کولو په بهیر کې د بهرنۍ پانګونې په برخه کې هم ثابت پرمختګ وکړي او د نړيوال اقتصاد د سمسورتيا او د پرانیستې نړیوال اقتصاد د جوړولو لپاره به ستر رول ولوبوي.