د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو له اوکراين څخه ناڅاپي ليدنه وکړه
CMG2022/05/09 14:54:43
شريکول:

د کاناډا د صدراعظم دفتر د مې په ۸مه نېټه خبر ورکړی، چې صدراعطم جسټن ټروډو په همدې ورځ د دې هېواد له مرستيالې صدراعظمې کريسټيا فريلنډ او د بهرنيو چارو وزيرې ميلاني جولي په ملتيا اوکراين ته تللی دی.

 جسټن ټروډو له ولادمير زيلينسکي سره کتلي او وروسته يې په يوې مطبوعاتي غونډې کې ويلي، چې کاناډا به اوکراين ته د ډرون کېمرو، د سپوږمکۍ نقشې او کوچنيو وسلو په شمول د ۴۰ ميليونو ډالرو په ارزښت اصافي پوځي مرستندويه توکي ورکړي.

نوموړي ويلي، چې کاناډا به نړيوال خوراکي پروګرام ته ۲۰ ميليونه ډالره ورکړي، څو د اوکراين د خلکو د خوړو لپاره يې ولګوي.

جسټن ټروډو زياته کړې، چې حکومت به يې پر دې غور وکړي، چې راتلونکی کال د د اوکراين پر توليداتو ګمرکي محصول لغوه کړي، خو پر روسيې به نور بنديزونه هم ولګوي.