د امريکا د ملي ډيموکراسۍ صندوق رښتينې بڼه
CMG2022/05/10 14:37:56
شريکول:

د امريکا د ملي ډيموکراسۍ صندوق په ۱۹۸۳م کال کې جوړ شوی او د نورو هېوادونو له ډيموکراتيکو چارو سره تش په نوم د غير حکومتي سازمان په حيث چلند او مرستې کوي.  

د چين بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو کې پر خپلې وېبپاڼې د نوموړي صندوق د کړنو ليست خپور کړی او د دغه صندوق رښتينې بڼه يې په ډاګه کړې ده.

د چين بهرنيو چارو زارت د ياد لېست په څنډه کې ويلي، چې امريکا د تور لاس رول لوبوي او په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې د بېلتون غوښتونکو په تاوتريخوالي، د قدرتونو د رانسکوروونکو غورځنګونو او سياسي بحرانونو په هڅولو او د درواغو او ګونګوسو په جوړولو او خپرولو کې لوی لاس لري او همدغه چارې پرمخ وړي.

د امريکا د ملي ډيموکراسۍ صندوق له تېرو زياتو کلونو راهيسې د سپينې ماڼۍ او ملي کانګرېس په ملاتړ د دغه هېواد د حکومت د خدمتګار او سپين دستکش رول لوبولی او د دې لپاره يې د مالي مرستو له لارې د نړۍ د زياتو غير حکومتي سازمانونو کنټرول او يا لارښوونه کړې، چې ټاکلو هېوادونو او سيمو ته د امريکا د ارزښتونو نظريې صادرې کړي او د بهرنيو هېوادونو داخلي بېلتون غوښتونکي مقابلې ته وهڅوي.

دغه صندوق له جوړېدو راهيسې مشخصې دندې پر غاړه لري

د امريکا د ګرېزون (Grayzone) د خپلواک خبري ويبسايټ بنسټګر ماکس بلومينتال ويلي، چې د امريکا د ملي ډيموکراسۍ صندوق هغه دندې پر غاړه اخيستي، چې پخوا د امريکا د استخباراتو مرکزي ادارې پر غاړه درلودې او د دغو کړنو له امله زيات وشرميدل او اوس ياد صندوق د ډيموکراسۍ په پلمه په ډاګه همغه چارې تر سره کوي.

د امريکا د ملي ډيموکراسۍ صندوق د منځنۍ اسيا، لاتيني امريکا، شمالي افریقا او ختيځې اروپا په شمول د نړۍ بېلا بېلو ځايونو ته خپل لاسونه غځولي دي.

 د پخواني شوراوي اتحاد د منحل کېدو او په ګرجستان، اوکراين او عربي هيوادونو کې د قدرتونو د رانسکورولو انقلابونو په شمول د ډېرو غورځنګونو تر شا د امريکا د ملي ډيموکراسۍ صندوق سيوری ليدل کيږي.

دغه صندوق چين هم د خپل مهم هدف په توګه ټاکلی

د امريکا د ملي ډيموکراسۍ صندوق په ۲۰۱۹م کال کې د هانکانګ د تاوتريخوالي په درشل کې له غوغا جوړوونکو سره تماس نيولی او د تاوتريخوالي ګډونوالو ته يې پيسې او روزنې برابرې کړې دي.

د چين حکومت د دغه صندوق د بدو کړنو له امله په ۲۰۱۹م کال او ۲۰۲۰م کال کې پر دغه صندوق او مسئولينو يې بنديزونه لګولي دي.

بر سيره پر دې، د امريکا د ملي ډيموکراسۍ صندوق هر کال د چين ضد پروژو لپاره ګڼ‌ شمېر پانګې لګوي او د دغه هيواد په شينجيانګ، هانکانګ او شي ځانګ کې د بېلتون غوښتوونکو فعاليتونو د راپارولو نيت لري.

د امريکا د ملي ډيموکراسۍ صندوق د رسمي ويبسايټ د ۲۰۲۰م کال شمېرنه ښيي، چې دغه صندوق په تېر يو کال کې د چين ضد ۶۹ پروژو ته تر لسو ميليونو امريکايي ډالرو زياتې پيسې ورکړي او غواړي چې د دغو پروژو له لارې د چين پر سياسي او ټولنيز ثبات د زيانمنېدو فعاليتونه عملي شي.

د امريکا د ملي ډيموکراسۍ صندوق مشر دامون ویلسون (Damon Wilson)د تېر مارچ په ۲۷مې نېټې له تايوان څخه څلور ورځنۍ ليدنه وکړه او اعلان يې وکړ، چې د تايوان د ډيموکراسۍ له صندوق سره به همکارۍ وکړي او د روان کال په اکتوبر کې به په تای بې ښار کې د نړيوالو ډيموکراتيکو غورځنګونو غونډه تر سره کړي.

د امريکا د ملي ډيموکراسۍ صندوق دغه کړنه د ډيموکراسۍ په پلمه د تايوان د جلا غوښتوونکو ملاتړ بلل کيږي.

د امريکا د ملي ډيموکراسۍ صندوق اصلي بڼه له ګڼ شمېر حقيقتونو څخه په ډاګه شوې او دغه صندوق د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنې او د امريکا د ګټو لپاره د خدمت وسيله ده.

 دغه صندوق نورو هېوادونو ته د ډيموکراسۍ اغېزمن درمل نه ورکوي، بلکې د ورانکارۍ او تجزیې زهر پکې شيندي .

ټولې نړۍ د امريکا د ملي ډيموکراسۍ صندوق دغه بدې کړنې، چې د نړيوالو اړيکو د ډيموکراسۍ د جريان په خلاف دي،غندلې دي.