د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اکوادور د پیچينچا ولايت د سانتو دومينګو ښار په يوه زندان کې د مې په نهمه نېټه سخته نښته شوې، چې له امله يې ۴۱ تنه بنديان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د اکوادور کورنیو چارو وزارت او ځينو نورو رسمي سرچېنو ویلي، چې یو شمېر بندیانو د روانې مياشتې د نهمې نېټې د ماسپښین شاوخوا ۲ بجو هڅه وکړه، چې له زندان څخه وتښتي، خو پولیسو د وضعیت د کنټرول لپاره چټکاقدام کړی دی.
پولیسو د بنديانو د تښتې د مخنيوي په ترڅ کې پلټنه کړې او یو شمېر وسلې، لاسي بمونه او ګولۍ يې هم ترلاسه کړي دي.
پولیسو تر دې دمه ۱۱۲ تښتیدلي بندیان بيا نيولي او د يادې ګډوډۍ په اړه يې پلټنې پېل کړې دي.