په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۱۵۱۹۲۹۷۹ ته رسېدلی
CMG2022/05/10 10:42:34
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د مې په ۹ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۹مې نېټې د مازديګر تر ۵بجو او ۱۳ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۳۸۳۵۵۸ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۱۵۱۹۲۹۷۹ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دغې وبا له امله ۱۴۶۱ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶۲۵۴۱۴۰ ته رسېدلی دي.