د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د مې په ۹مه نېټه د جرمني له لومړي وزیر اولف شولز سره ويډيويي خبرې کړې دي.
شي جين پینګ په خپلو خبرو کې ویلي، چې چین او جرمني باید د نړۍ اوسنيو حالاتو ته په کتو د خپلمنځي اړیکو سالم او ثابت پرمختګ وساتي او دغه چاره به یې نه یوازې د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره ګټوره وي، بلکې د نړۍ د سولې او ارامتیا لپاره به هم مهم ارزښت ولري.
اولف شولز ويلي، چې جرمني به له چین سره د سیاسي اړیکو د ټينګېدو ۵۰مه کالیزه په ګډه ولمانځي، د بېلا بېلو کچو نږدې تبادلې به ورسره وساتي او د سوداګرۍ او پانګونې، له اقلیمي بدلون سره د مقابلې، د کرونا وبا ضد د مبارزې، طبي چارو او د کلتور او ښوونې په شمول ځينو برخو کې به ورسره همکارۍ نورې هم نږدې کړي.
دواړو مشرانو د اوکراین وضعیت په اړه هم د نظریو تبادله کړې ده.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې ويلي، چې د اوکراین کړکیچ له امله، د اروپا پر وړاندې هم ډېرې ننګونې راپورته شوې دي او د اروپا امنیت او خوندیتوب باید د اروپایانو په لاس کې وي.
نوموړي زياته کړې، چین له اروپا څخه ملاتړ کوي، چې د اوکراين کړکېچ په سوله ييزو خبرو اترو کې رغنده رول ولوبوي او د اروپا د امنیت لپاره یو برابر، اغېزمن او دوامدار چوکاټ جوړ کړي.
(هیله)