د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د جنوب ـ جنوب د همکارۍ صندوق او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د مې په نهمه نېټه په کابل کې پر افغان کډوالو بشري مرستې وويشلې.
په افغانستان کې د چين د سفارت د اقتصاد او سوداګرۍ اتاشې هو ګوه ای وويل، چې دا مرسته د چین د جنوب - جنوب د همکارۍ صندوق او د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا برابره شوې، چې د خيمو، د ښوونځيو بکسو او کمپلو په شمول لومړني توکي پکې شامل دي.
نوموړي وويل، چې ياد صندوق به د ملګرو ملتونو په همکارۍ افغانانو لپاره ښوونیزې پروژې هم پېل کړي او باور يې وښود، چې دا مرستې به افغانانو ته ډېرې مهمې وي.
د مرستندویه توکو د ترلاسه کوونکو استازي او د کابل د پوهنې وزارت مسؤل له افغانستان سره د چین له اوږد مهاله مرستو مننه وکړه.