چين فضا ته د تیان جو ۴م نمبر فضايي بېړۍ وتوغوله
CMG2022/05/10 11:45:26
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، چین د مې د لسمې نېټې په سهار فضا ته د تیان جو ۴م نمبر بار وړونکې فضايي بېړۍ د cz۷م بار وړونکي راکټ په مټ وتوغوله او په دې سره یې د چين فضايي سټېشن جوړونه پيل کړه.

د چین د انسان وړونکي فضايي چارو د پروژې دفتر خبر ورکړی، چې یاده فضايي بېړۍ د فضايي سټېشن د تیان هه له مرکزي برخې سره په برياليتوب یو ځای شوې ده.

د مالوماتو له مخې، په دغې بېړۍ کې د شن جو ۱۴م نمبر فضايي بېړۍ د دریو ستورمزلو د اړتیا وړ توکي بار وو او ټاکل شوې، چې دغه ستورمزلي به په فضا کې د ۶ مياشتو لپاره پاتې شي او د فضا په اړه به څېړنې وکړي. (هیله)