د سريلانکا صدراعظم استعفا وکړه
CMG2022/05/10 10:43:14
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سريلانکا صدراعظم مهيندا راجپکسا د مې په ۹ مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو له دندې د ګوښه کېدو اعلان کړی او ويلي یې دي، چې د دندې استعفاليک يې د هيواد ولسمشر ګوټابهايا راجپکسا ته وړاندې کړی دی.

د مالوماتو له مخې، د صدراعظم مهيندا راجپکسا له استعفا مخکې په همدې ورځ په پلازمنيه کولمبو کې دده د طرفدارانو او لاريوانوالو ترمنځ اخوډب وشو او نوموړی يې دې ته اړ کړ، چې له صدراعظمۍ لاس په سر شي.

د سريلانکا رسنيو خبر ورکړی، چې د ماهيندا د پلويانو او د حکومت ضد لاريونوالو ترمنځ د روانې مياشتې د ۹مې نېټې په سهار د دې هيواد د صدارعظمۍ ماڼۍ ته نږدې په ګلا فيس ميدان کې د يو بل ضد نارې او شعارونه ورکول او پایله کې يې یو بل ته لاسونه واچول او نښته يې وکړه.

د سريلانکا پوليسو د نور تاوتريخوالي د مخنيوي په پار په ټول هيواد کې ګرځبنديز لګولی دی.