د انټرنېټ د ژوندۍ خپرونو په مټ د چين مصرفي بازار سمسور شوی
CMG2022/05/10 14:47:54
شريکول:

په چين کې د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې په ژوندۍ بڼه انټرنيټي سوداګريزې خپرونې مروج شوي، چې پر مټ يې د دغه هيواد د لګښت بازار سمسور شوی دی.

د چين په ختيځ د جيانګ سو ولايت په شه يانګ ولسوالۍ کې د ۲۰۲۲ کال په مې کې د هوږې څانګو يا ډنډرو ښه حاصلات ورکړي او د کرکيلۍ پراخوالی يې شاوخوا ۱۰زرو هکتارو ته رسيږي او په جاپان او کوريا جمهوريت کې ښه بازار لري.

ځينو داوطلبانو د دغو توليداتو د پلور لپاره له ځايي بزګرانو سره مرستې کړي او په ژوندۍ بڼه يې اړوند معلومات تر خلکو رسولي او یوازې په دريو ژوندې خپرونو کې ټولټال ۳۰۰ ټنه پلورلي دي.

 

په چين کې د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې په ژوندۍ بڼه د توليداتو انټرنيټي خپرونې لاپسې مروج شوي او د سوداګرۍ په برخه کې يو ښه نوښت بلل شوی دی. 

د روان کال په لومړۍ ربعه کې په انټرنېټ کې د توليداتو د پلورنې ارزښت له ۳۰۰۰ ميليارډو يوانو څخه اوښتی او د مصرفي بازار د ودې لپاره يې مثبت رول لوبولی دی.