‎سعيد خطيب زاده: تهران ته د اروپايي ټولنې پلاوی به د ایران اټومي خبرې اترې ګړندۍ کړي
CMG2022/05/10 11:41:28
شريکول:

‎د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د مې په نهمه نېټه وويل، چې د اروپايي ټولنې همغږی کوونکی او د دې ټولنې د بهرنيو چارو ادارې د عمومي منشي مرستيال مورا به ايران ته سفر وکړي.‌  

‎نوموړي وويل، چې د مورا د دغه سفر له لارې به د ایران د اټومي مسئلې د ښکيلو خواوو خبرې اترې په سم لوري ګامونه پورته کړي.

‎خطیب زاده په همدې ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې مورا به د روانې میاشتې په ۱۱مه نېټه د ایران د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر او په يادو خبرو اترو کې د دغه هېواد له لومړي مرکچي علي باقري سره وګوري.

‎نوموړي زياته کړه، چې د ایران او د اټومي موافقه ليک د اړوندو خواوو ترمنځ خبرې اترې روانې دي او د موافقه ليک د متن په هکله موافقې ته رسیدلي دي.

‎ایران او امريکا تل د اروپایي ټولنې د استازو له لارې د پيغامونو تبادلې کړي دي.

‎خطیب زاده وويل، که امريکا ایران ته د ملي حقونو د ورکولو پریکړه وکړي، نو امکان لري، چې د اټومي مسئلې ښکېلې خواوې د مورا له سفر وروسته يو تړون لاسليک کړي.